په لمړى ځل د ننګرهار ولايت د خوږيانو ولسوالۍ وزيرو سيمه کې د پهلوانۍ او واليبال سيالۍ ترسره شوې .

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۱:۲
په لمړى ځل د ننګرهار ولايت د خوږيانو ولسوالۍ وزيرو سيمه کې د پهلوانۍ او واليبال سيالۍ ترسره شوې .

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رٸيس عبدالسلام وزيروال په هڅو د لمړى ځل لپاره د ننګرهار ولايت د خوږيانو ولسوالۍ وزيرو سيمه کې د شهيد رهبر د شهادت په وياړ د پهلوانۍ او واليبال سيالۍ ترسره شوې .

ياد سيالۍ ، چې د جمعي په مبارکه ورځ د خوږيانو ولسوالۍ وزيرو سيمه کې د سولې او امن په فضاء کې د شهيد رهبر د کورنۍ غړو په کوربتوب او د پهلوانۍ او واليبال فدراسيونونو مسٶلينو په تخنيکي همکارۍ په وزيرو سيمه کې جوړه شوي وه پکې ١٥٠ تنو پهلوانانو يو بل پروړاندي سيالۍ ترسره کړې .

سياليو ته د ګډون پرمهال د ننګرهار ولايت د بدني روزنې رٸيس عبدالسلام وزيروال ، د پهلوانۍ فدراسيون مشر حاجى ايمل احمدزى ، د واليبال فدراسيون مشر داکتر منير ، د مختلفو فدراسيونونو مشرانو ، د سيمې قومي او جهادى مشرانو ، د اسلامي امارت زړه ورو مج…اهدينو ، سلګونو ځوانانو او د ښار او ولسواليو څخه راغلو مشرانو سربيره د شهيد رهبر د کورنۍ غړو هم ګډون درلود .

د بدني روزنې رٸيس عبدالسلام وزيروال د وينا پرمهال د فدراسيونونو مسٶلينو او ورزشکارانو سربيره د شهيد رهبر د کورنۍ په استازولۍ د قارى محمد رهبر د ميلمه پالنې او د ولسونو د راتک او همدارنګه د امنيتى ځواکونو د بشپر امنيت څخه مننه او قدرانۍ وکړه او زياته يي کړه ، چې دا به د ولسواليو لپاره د ورزش پيل وي او هڅه کوي تر څو په ټولو ولسواليو کې د ورزش د پرمختک او ځوانانو په سالمه روزنه کې ورته پروګرامونه جوړ کړي ، تر څو ولسونو ته د تفريح او ځوانانو ته د سالم رقابت ترڅنګ د مخدره توکو د مخنوى باعث وګرځى .

د يادونې وړ ده ، چې د پهلوانۍ سيالۍ پاى ته ورسيد او د واليبال د ولسواليو او لغمان ولايت ترمنځ يوه اوونۍ دوام لري .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS