په لغمان کې د لومړي ځل لپاره د ۴۰ لوبډو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ رسمي سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۹:۲۲
په لغمان کې د لومړي ځل لپاره د ۴۰ لوبډو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ رسمي سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون په چوکاټ کې د مسکين اباد کلي د ځوانانو له لوري د سلطان غازي بابا ښارګوټي په اصف مرکزي لوبغالي کې د څلوېښتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د سهاک او خاکسار کرکټ کلبونو ترمنځ ترسره شوه، سهاک لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۵۱ منډې هدف کېښود، بل لوري ته خاکسار لوبډلې ياد هدف د لوبې په نهم اور کې پوره کړ او سيالي يې وګټله.

بايد يادونه وشي، چې دغه سيالۍ به ۲۳ ورځې دوام وکړي او موخه يې د ځوانانو سالمه روزنه، د نشه يي موادو پر وړاندې مبارزه او همدارنګه د‌ غوره لوبغاړو موندل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS