په قطر کې د هېواد د المپيک مسوولينو د المپيک نړيوالې کمېټې له مسوولينو سره ولیدل.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۹ - ۹:۱۲
په قطر کې د هېواد د المپيک مسوولينو د المپيک نړيوالې کمېټې له مسوولينو سره ولیدل.

په قطر کې د هېواد د المپيک مسوولينو د المپيک نړيوالې کمېټې له مسوولينو سره ولیدل.

د المپیک ملي کمیټې او ورزش سرپرست انجنیر نظر محمد مطمئن پرون په قطر کې د اسیا د المپیک شورا له مرستیال، د المپیک د نړیوالې کمېټې له استازي او د قطر د المپیک ملي کمېټې له خوا ټاکل شوي پلاوي سره وکتل او پر اړوندو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.

د المپیک نړیوالې کمیټې او د اسیا د المپیک شورا پریکړه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به یو پلاوی افغانستان ته واستوي چې د ورزش وضعیت او د ورزشي فعالیتونو څرنګوالی وارزوي.

د هېواد د المپيک د ملي کمېټې او بدني روزنې او ورزش عمومی ریاست يو شمېر مشران دوه ورځې مخکې د المپيک د نړيوالې کمېټې او د اسيا د المپيک شورا له مسوولينو سره د کتنې په موخه قطر ته ولاړ.

د ا.ا.ا له بريا وروسته بهر ته د هېواد د ورزشي چارواکو لومړی کاري سفر دی او د المپيک نړيوالې کمېټې او د اسيا د المپيک شورا له لوړ پوړو چارواکو سره ليده کاته کوي.

د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان د المپيک ملي کمېټې پخواني رييس حفيظ الله ولي رحيمي هم حضور درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS