په قطر کې د افغانستان د ورزش ادارې او نړیوال المپیک کمېټې ترمنځ ناسته وشوه

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۶ - ۱۱:۳۴
په قطر کې د افغانستان د ورزش ادارې او نړیوال المپیک کمېټې ترمنځ ناسته وشوه

تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او بدني روزنې او ورزش ریاست مشرتابه پلاوي او د نړیوال المپيک د استازو ترمنځ ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې چې د قطر د المپیک رياست په ودانۍ کې ترسره شوه، د نړیوال المپیک کمېټې په استازیتوب د نړیوال المپیک د خیریه برخې مشر په ګډون څلورو استازو او د افغانستان د ورزش ادارې له لورې اوو تنو استازو پکې ګډون درلود.

په دې ناسته کې په اوو مهمو مسایلو خبرې او پريکړې وشوې چې ټولو يې مثبتې پایلي درلودې.

په دې لړ کې دا پريکړې وشوې:

۱ـ نړیوال المپیک به هڅه کوي چې خلیجې هېوادونه د افغانستان د المپيک او سپورت په برخه کې همکاري ته وهڅوي.

۲ـ په ګډه به هڅه کیږي چې نړیوال فدراسیونونه دې ته متوجه شي چې د افغانستان له ورزش او ورزشکارانو سره خپلې اړیکي د پخوا په پرتله نورې هم پياوړې او مرسته ورسره وشي.

۳ـ په ۲۰۲۴کال کې به په پاریس کې کېدونکو لوبو کې د افغانستان ټیمونو ته د ګډون لاره برابره شي.

۴ـ د ۲۰۲۳کال مارچ کې به په نړيوالو لوبو کې د افغانستان ټیمونه ګډون کوي.

۵ـ د افغانستان ورزش او ورزشکارانو د پرمختګ لپاره به په ګډه به ورته کار او هڅې کیږي.

۶ـ د المپيک د نړيوالې کميټې په مرسته به ځينې ورزشي ادارې وهڅول شي چې د افغان ورزشکارانو او افغانستان د ورزش لپاره خوندي ځايونه جوړ شي.

۷ـ ښځو ته د ورزش حق ورکول.

دا هغه اوه نقطې دي چې په قطر کې د افغانستان المپیک کمېټې او نړیوال المپیک کمېټې استازو پرې بحث او خبرې کړې دي.

د بدني روزنې او ورزش رياست د خبريال د معلوماتو پر بنسټ په دې ناسته کې د فدراسيونونو د ټاکنو په اړه هم بحث وشو چې د المپیک نړیواله کمېټه او نړيوال فدراسیونونه به په دې اړه نظرونه راټولوي.

په دې ناسته کې د افغانستان د المپيک ملي کمېټې او ورزش د لوى رياست د مشر انجنیر نظر محمد مطمئن او ورسره پلاوي ترڅنګ د سالدارټي او نړيوال المپیک د خیریه برخې مشر جیمز مکليوډ سربېره د المپیک ملي کمېټو سره د اړیکو مسئول، جېروم پویوي دنړېوال المپیک مرستیال اداري رئیس او دالمپیک ملي کمېټو سره د ارتباطاتو مسؤل ، اولیور نېیامکي، نړېوال المپیک کې د لوبغاړو او سپورتي انکشاف مرستیال رئیس ، جوانا زېپسر ګرېوز، نړېوال المپیک او سالډارټي المپیک کې دالمپیکي کمیټو د مدیریت او مالوماتو د څانګې مشره، حیدر فرمان، د اسیا المپیک شورا کې د اسیایي لوبو مسؤل ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

پکتيا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهدلوري د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ٢٥ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ړلوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٩ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS