په فاریاب کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې په موخه د کورش سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۳:۵۱
په فاریاب کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې په موخه د کورش سيالۍ ترسره شوې

د فارياب ولايت د ميمنې ښار د ښاروالۍ په پارک کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې په موخه د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د فاریاب ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت مسوولینو، د دولتي ادارو رئیسانو او کارکوونکو، د یاد ولایت د کورش فدراسیون مسوولینو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.

دغه سيالۍ د مرکز ميمنې ښار، المار، قيصار، خواجه سبز پوش، شيرين تګاب، ګرزيوان او بلچراغ ولسواليو د غيږ نيوونکو ترمنځ ترسره شوې وې.

د سیالیو موخه د ازبکي ژبې د ملي ورځې نمانځنه او د کورش ورزش وده او پراختیا وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS