په فاریاب ولایت کې د وزلوبې سیالۍ وشوی
په فاریاب ولایت کې د وزلوبې سیالۍ په دوام کې د جمعې په ورځ دمرکز او یو شمېر ولسوالیو د چاپ اندازانو د ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې چې د مسولینوو په وینا موخه یې د وزلوبې دلیګ سیالیو ته دچاپ اندازانو ښه چمتووالي ښودل شوې دی.
دا لوبه د ښاغلې عیدي بای کوهي په لوبڅارۍ د دمقول ورزشي ډګر کې د بدني روزنې او ورزش امریت تر څارنې لاندې وشوه.
دا په داسې حال کې ده چې د بزکشي سيالۍ د هېواد له سيمه ييزو او دوديزو لوبو څخه بلل کيږي او هره جمعه په شمالي ولایتونو کې ترسره کیږي.
