په فاریاب ولایت کې د اسیا زړه جام د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۹:۵
په فاریاب ولایت کې د اسیا زړه جام د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د اسيا زړه جام فوټسال سياليو تر عنوان لاندې د فوټسال سيالۍ چې د روانې مياشتې په ١٤مه نېټه د اسيا زړه فوټسال په میدان کې د ٢٤ فوټسال لوبډلو ترمنځ په ٦ ګروپونو کې پيل شوې وې چې د مرغومی په ٢٩مه، د اسيا د فوټسال او رحمتي لوبډلو ترمنځ د پايلوبې په ترسره کولو سره پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د اسیا زړه فوټسال لوبډلې او رحمتي لوبډلې ترمنځ وه چې د اسیا زړه فوټسال لوبډلې ۱۲ د ۲ په وړاندې رحمتي لوبډلې ته یې ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام خپل کړ او رحمتي فوټسال لوبډلې دوهم مقام یې تر لاسه کړ.

د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش د امر عبدالوهاب مجيدي له خوا د دغو سياليو مخکښو ټيمونو ته کپونه، مډالونه او نورې جايزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن. . .

BACK TO NEWS