په فارياب کې د سامبو ورزشي کلب پرانستل شو
تمیم هیبت
سه شنبه،مرغومی ٧مه ،١٤٠٠
د فارياب ولايت په بلچراغ ولسوالۍ کې د (کوروش او سامبو بلچراغ اتلانو) کلپ د څه باندې سل زره افغانيو په لګښت د ځايي خلکو او ورزش مینوالو لخوا پرانيستل شو.
د دی کلب چاری څه موده وړاندې پیل او ساختمان یې دولتي دی.
په دی کلب کې په یو وخت کې له 50 څخه ډیر ورزشکاران په کې لوبې کولی شی .
د دغه کلب په پرانستلو کې استادانو، سپين ږيرو، ورزشکارانو او مج .اهدينو ګډون کړی وو.
دفارياب ولايت دکوروش فدراسيون دتخنيکي رييس او استازي له خوا په رسمي ډول پرانستل شو.
