په غزني کې د فريزبي څلور اړخيزي سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت مرکز اړوند په جنګل باغ سيمې ميدان کې د فريزبي څلور اړخيزه ټورنمنټ پيل شو.
د دغې ټورنمنټ د پيل لوبه د حکيم سنايي او سلطان محمود غزنوي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د دې دواړو لوبډلو لوبه له ١٤-١٢ پايلې سره د سلطان محمود غزنوي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
د يادولو ده، چې دغه سيالۍ به څلور ورځې دوام وکړي.
