په غزني کې د سکی لوبو لومړی پړاو
عبدالعلي محمدي
یکشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۰
د غزني ولایت په البیروني ښارګوټي کې د ځوانانو او تنکیوځوانانو د سکي لوبو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
په دغو لوبو کې ۱۲ لوبغاړو برخه اخیستې وه او د یوې ورځې په اوږدو کې یې د یو بل پر وړاندې لوبې وکړې.
د یادو لوبو په پای کې د ځوانانو له ډلې محمدیاسر عزیزي د اتلولۍ مقام وګاټه. سیرت عزنوي او ناصر اصغري په نوبت سره دویم او درېیم ځای خپل کړ.
د تنکیوځوانانو له ډلې منصور عزیزي لومړی، ساحل اصفي او ادریس عزیزي دویم او درېیم ځایونه خپل کړل.
د دغو لوبو موخه د ځوانانو تر منځ د سکی لوبې وده یاده شوې ده.
یاده دې وي چې په پای کې د غزني د ورزشي امر لخوا لوبغاړو ته مډالونه او کپونه هم ورکړل شول.
