په غزني کې د سوک وهنې تشویقي سیالۍ پاى ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۰:۱۶
په غزني کې د سوک وهنې تشویقي سیالۍ پاى ته ورسېدې

د غزني ولايت په ورزشي جمنازيوم کې د ١٨ کلبونو کوچنيانو، نوي ځوانانو او ځوانانو سني کټګوريو د ٨٤ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې تشویقي سیالۍ چې د جمعې په ورځ د غبرګولي په ١٩مه نېټه پيل شوې وې پاى ته ورسېدې.

دغه سيالۍ په تک فايټ بڼه د ورزش ودې په موخه ترسره شوې.

په پاى کې د ګډونوالو مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د پکتیا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تنګي ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ

د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS