په غزني ولايت کې د واليبال الف ليګ سيالۍ پيل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت او والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په جمنازیوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې.
د لیګ لومړۍ لوبه د قلاتی علیا د ځوانانو او د روضې د ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د قلاتي علیا د ځوانانو والیبال لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۰-۳ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لوبه یې وګټله.
د دې سیالیو موخه د غزني ولایت د غوره لیګ په سیالیو کې د ګډون لپاره د دوو غوره لوبډلو ټاکل دي او ۱۵ ورځې به دوام ولري.
