په سمنګان ولایت کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۹ - ۱۱:۵۲
په سمنګان ولایت کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

په سمنګان ولایت کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

په دې سیالیو کې، چې د جمعې په ورځ ترسره شوې؛ د سمنګان ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه څه باندې ۶۰ چاپ اندازانو برخه اخیستې وه.

د سمنګان ولایت د وزلوبې د فدراسیون رئیس قاري ذبیح الله حاجي زاده وايي، د دغو سیالیو له ترسره کېدو موخه بهرنیو او مرکزي سیالیو لپاره د دغه ولایت چاپ اندازانو چمتو کول دي.

په سلګونو مینه وال د ایبک په ورزشي لوبغالي کې د سیالۍ د لیدو لپاره راټول شوي وو.

وزلوبه زموږ په هېواد کې يوه له سيمه ييزو لوبو څخه ده، چې هر کال د هېواد په شمالي ولايتونو کې د بېلابېلو سياليو په ترڅ کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image
جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۱
Background image

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د هیواد د زونونو په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کابل دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS