په سرپل کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ د والیبال فدراسیون له لوري د یاد ولایت په مرکزي لوبغالي کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال ژمنۍ جام سیالۍ پیل شوې.
په دې سیالیو کې د سرپل له مرکز او ولسوالیو څخه شپږو لوبډلو برخه اخیستې وه.
ددې لوبو د ترسراوي موخه د سرپل والیبال لوبډلې ته د غوره څېرو موندل دي، چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي.
