په سرپل ولايت کې د " مينې فوټبال" په نوم د فوټبال سيالۍ د قوطن مست لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
په سرپل ولایت کې د فوټبال سيالۍ، چې يو مياشت مخکې د مينې فوټبال ايوبي لوبغالي په پرانيست غونډه کې د دوويشت (۲۲) لوبډلو تر منځ پېل شوې وې پای ته ورسېدې.
د نوموړیو سیالیو پایلوبې ته د قوطن مست او شيخانو لوبډلو لاره پيدا کړه، چې قوطن مست لوبډلې د ۳/۱ گولونو په توپیر سره شيخانو لوبډلې ته ماته ورکړه او د گوسفندي ولسوالۍ جام اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د دغو سياليو تر ټولو ښه گول وهونکی د قوطن مست لوبډلې لوبغاړی احمد اميد بېگزاد ونومول شو، چې نوموړي په ياد جام کې دوولس (۱۲) گولونه ووهل، د دې تر څنګ غوره گول ساتونکی د شيخانو لوبډلې لوبغاړی عبدالحامد وټاکل شو.
هېره دې نه وي، چې د يادو سياليو موخه د گوسفندي ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پيدا کول و.
