په زابل ولایت کې د څلور ولايتو ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو اماتور درېيم پړاو سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت په کوربتوب د تېره ورځ د لړم په ٢٠ نېټه د رزمي ورزشونو فدراسیون له لورې د "کندهار، غزني، زابل او ارزګان" ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو "فري فايټ" سبک اماتور درېيم پړاو سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې له" ١٧"څخه تر" ٨٥" کيلو وزنونو کې "٥٠" ورزشکارانو ګډون درلود.
دغه سيالۍ په بهرنيو هېوادونو کې د "او ان" سياليو لپاره د چمتووالي په موخه د يوې ورځې لپاره ترسره شوې.
يادې سیالۍ د زابل ولايت لومړي، د کندهار دويم او د ارزګان ولایت په درېيم مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
