په دایکندي ولایت کې د فوټبال سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې
دا سیالۍ چې د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون له خوا د شهرستان ولسوالۍ په کوربتوب د یووالي جام په نوم پیل شوې لا هم دوام لري.
د دې سیالیو په دوام د تیرې ورځې په لومړۍ لوبه کې د «میدان هوایي او کهکشان القان » لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې د «۱۸ – ۰» پایلې سره میدان هوايي لوبډلې وګټله.
همدا راز دویمه لوبه د « اتحاد کتوت او اتحاد سرالقان » لوبډلو ترمنځ وه چې د « ۳ – ۳» پایلې مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو ټاکل او د ورزشکارانو څخه ملاتړ، د ځوانانو یووالی او لېرو پرتو سیمو ته د ورزش رسول دي چې څو ورځې به دوام وکړي.
