په خوست کې پاکستاني او افغاني فايټرانو ترمنځ د ووشو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۶:۱۶
په خوست کې پاکستاني او افغاني فايټرانو ترمنځ د ووشو سيالۍ ترسره شوې

د خوست ولايت د ورزشي آمريت اړوند ووشو فدراسيون له لوري د لسو پاکستاني فايټرانو په ګډون د لوګر، ميدان وردګو او خوست ولايتونو د شپېتو فايټرانو ترمنځ د ياد ولايت په اماني ملي لوبغالي کې د ووشو سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په اوږدو کې خوست د ۲۸ مډالونو په ترلاسه کولو لومړی، لوګر د پنځو مډالونو په ترلاسه کولو سره دويم او ميدان وردګو د ۴ مډالونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام کړ.

بايد يادونه وشي چې پاکستاني ورزشکارانو له لسو څخه يې يوه سيالي وګټله او مډال يې ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS