په خوست کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۰:۱۷
په خوست کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت په مرکز صحرا باغ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د تېپ بال کرکټ د شېخانو څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د قهرمان او احمدزي کرکټ کلبونو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه قهرمان کلب لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د دوو لوبغاړو په زیان ۲۳۰ منډې هدف کېښود، بل لوري ته احمدزي کلب لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۱۲۰ منډو یې ماتې وخوړه.

هېره دې نه وي چې په دغو سیالیو کې د نوموړي ولایت د مختلفو سیمو لوبغاړي ګډون لري او یوه نیمه میاشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS