په خوست کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د سوکيو کوشين کراټې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۹:۳۹
په خوست کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د سوکيو کوشين کراټې سيالۍ ترسره شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د پنځو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د ولايتونو په کچه د سو کيو کوشين کراټې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د کابل، ننگرهار، پروان، لوگر او کوربه خوست لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې خوست لوبډلې په ۱۴ برياوو سره لومړی، ننگرهار لوبډلې په دوو برياوو سره دويم او کابل لوبډلې د يوې بريا په ترلاسه کولو سره درېيم مقام تر لاسه کړ.

د سياليو په پای کې لومړي، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS