په خوست کې د پرمختګ په نوم د ځعاستې سیالۍ وشوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۳:۱۸
په خوست کې د پرمختګ په نوم د ځعاستې سیالۍ وشوې

د خوست ولایت د ځغاستې فدراسیون له لوري د خوست ولایت له بیلابېلو ولایتونو څخه د ۱۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ د خوست ښار له لوېدیځ د کابل له نوې هډې څخه تر مجاهد څلور لارې په شاوخوا درۍ کیلو متره ساحه کې ترسره شوې.

د خوست ولایت د ورزش آمر عطاء الله کډوال د سیالیو د پای په مراسمو کې لوبغاړو ته په ولسوالیو کې هم د ورته سیالیو د ترسره کېدو ډاډ ورکړ او هغوی یې وهڅول.

په دې سیالیو کې له لومړي مقام څخه تر درېیم مقام ګټونکو ته کمپیوټرونه، تر پینځم مقام پورې مبایلونه او تر پینځلسم مقام پورې کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS