په خوست کې د ټېپ بال کرکټ ليګ سياليو اتلولي سيد رقيب کلب لوبډلې وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۶:۲۴
په خوست کې د ټېپ بال کرکټ ليګ سياليو اتلولي سيد رقيب کلب لوبډلې وګټله

د خوست ولايت د ټېپ بال کرکټ ليګ سيالو اتلولي، چې ۱۲ لوبډلو پکې ګډون کړی و د اسماعيل خېلو ولسوالۍ د سيد رقيب کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د دغو سياليو پايلوبې ته د سيد رقيب کلب او حاجي ولي کلب لوبډلو لار موندلې وه، په پيل کې سيد رقيب کلب لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۸ منډې هدف کېښود، بل لوري ته سياله لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په اتم اور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۴۱ منډې جوړې کړې او په ۸۶ منډو يې سيالي بايلوده.

دغه ليګ چې نيږدې يوه نيمه مياشت وړاندې پيل شوی، تېره ورځ پای ته ورسېد او اتلې لوبډلې ته کرولا موټر د ډالۍ په شکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS