په خوست کې د ورزشي رشتو لوبڅارانو ته د لوبڅارۍ روزنیز سمینار په لاره واچول شو
یاد روزنیز سمینار د هېواد د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په لارښوونه په خوست ولایت کې د ورزشي رشتو لوبڅارانو او مسوولینو ته د یوې ورځې لپار په لاره واچول شو.
یاد سمینار له پلازمینې کابل څخه د ورغلو استادانو ډاکټر عبدالفتاح رحیمي، محمود غیاثي او عبدالواسیع له لوري د ( ورزشي بازار موندنې مدیریت، زیانپوهنې او په ورزش کې د لومړنیو طبي مرستو ) په برخو کې لوبڅارانو او مسوولینو ته معلومات ورکړل شول.
د سمینار په پای کې ټولو ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
