په خوست کې د نېزه وهنې اتفاق اختريز جام سيالۍ ترسره شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند نېزه وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ځنځي خېلو سړک بادام باغ سيمه کې د اتفاق اختريز جام په نوم د نېزه وهنې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې پنځو لوبډلو ګډون کړی و، چې په پايله کې شهید بدرالدین حقاني معسکر انتظار لوبډلې د ۱۵۲ نومرو په ترلاسه کولو لومړی، شهید بدرالدین حقاني پروانه لوبډلې د ۱۳۰ نومرو په ترلاسه کولو دویم او بهادر شوقي مرکز لوبډلې د ۱۲۴ نومرو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام کړ.
