په خوست کې د فوټبال C ګروپ غوره ليګ سيالۍ د شیخ امير بابا په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د ورزشي امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د کلني پلان په چوکاټ کې د فوټبال سي ګروپ سيالۍ چې ۱۶ لوبډلو پکې ګډون کړی و د شيخ امير بابا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې د غوره ليګ په چوکاټ کې ترسره شوې شل ورځې يې دوام وکړ او پايلوبې ته شيخ اميربابا او حسن کوټ لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله شيخ اميربابا لوبډله وتوانېده خپلې سيالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه ليګ اتلولي ترلاسه کړي.
په همدې ترتیب سره د پايلوبې دواړو لوبډلو له سي ګروپ څخه (B) ګروپ ته لاره ومونده.
د دغو سياليو د پايلوبې په مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رهبرۍ او پخوانیو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
مراسم د کپونو ، تحفو او مډالونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.
هېره دې نه وي چې یادې سیالۍ په حکیم تڼیوال پارک کې ترسره شوې.
