په خوست کې د فوټبال رمضان جام سياليو پر دوام تېره ورځ دوې لوبې وشوې
د خوست ولایت مهدي خېلو ځوانانو له لوري د فوټبال رمضان جام پيل شويو سياليو پر دوام تېره ورځ هم دوې لوبي وشوې.
په لومړۍ لوبه کې اتل کلب ١-٠ سرکيو بوړيو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې چيني بريال کلب ١-٠ مټه چينې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
