په خوست کې د جمناستیک سیالۍ؛ خوست لومړی او پکتیا دویم مقام خپل کړ
د خوست ولایت د سپورت آمریت اړوند د صوفي جمناسټیک کلب له لوري د پکتیا او خوست ولایت د لوبغاړو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ وشوې.
د سیالیو لیدو ته د خوست په ځایي امنیتي او ورزش مسؤولینو سربیره ګڼ شمېر د ورزش مینوال ورغلي وو او ظاهرأ یې دغه سیالۍ د خوست امنیه قومندان محبوب شاه قانت هڅو او خدمتونو ته د درناوي په دود جوړې کړې وې.
له دواړو ولایتو څخه په دریو برخو کې ۳۰ تنو ورزشکارانو سیالۍ وکړې چې پایله کې د خوست ورزشکارانو د لویانو او ځوانانو په برخه کې لومړۍ مقام او د پکتیا ورزشکاران بیا د تنکیو ځوانانو په برخه کې مخکښ شول.
په پای کې پیاوړیو ورزشکارانو ته د مسؤولینو له لوري مډالونه، کپونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.
