په جوزجان کې د wtf تکواندو ۱۸ تنو ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وتړل شول
د جوزجان ولایت د wtf تکواندو د استازولۍ له لوري ۱۸ تنو ته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ارتقاء کمربندونه وروتړل شول.
په دې ورزشکارانو کې دریو تنو ته سره، څلورو تنو ته آبی، پنځو ته شنه او شپږو تنو ته یې زیړ کمربندونه له آزموینې وروسته وروتړل شول.
په دې مراسمو کې ورزشکارانو په زړه پورې نمایشات وړاندې او د مسؤولینو له لوري یې تود هرکلی وشو.
ددې برنامې موخه په جوزجان کې د wtf تکواندو وده او معیاري کېدل وو.
