په جوزجان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شهید شیرزاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت او ددې ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري د مرکز او آقچې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې څو ورځې وړاندې پیل شوې وې، پرون د شهید شیرزاد لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې د شهید شیرزاد، تصدی افغان ګاز، نظري کلپ، بابري کلپ، نوین خورشید آقچه او میهن کلپ آقچه لوبډلو ګډون کړی و.
د سیالیو په پایلوبه کې د شهید شیرزاد او د اقچې میوند کلپ لوبډلې یو ل بل سره مخ شوې، د دوی سیالي ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده، بیا په پنالټي وارونه سره شهید شیرزاد لوبډلې وکولای شول چې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکړي او د سیالیو اتلولي يې وګټله.
د دې سیالیو موخه د فوټسال ورزش وده او پراختیا وه.
