په جوزجان ولايت کې د تکواندو لومړى پړاو سيالۍ پاى ته ورسېدې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۳:۱۵
په جوزجان ولايت کې د تکواندو لومړى پړاو سيالۍ پاى ته ورسېدې

په جوزجان ولايت کې د تنکيو ځوانانو او نوي ځوانانو ترمنځ د "ډاکټر عتيق الله ناصري" په نوم د جوزجان، سرپل او اقچې ولسوالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو لومړى پړاو سيالۍ پاى ته ورسېدې.

په دغو سياليو د تنکیو ځوانانو او ځوانانو سني کټګوريو ٧ لوبډلو کې ٧٨ ورزشکارانو ګډون درلود.

د دغو سياليو په پايله کې د نوي ځوانانو برخه کې د جوزجان تکواندو الف لوبډلې د ٤٢ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى او د سرپل تکواندو الف لوبډلې د ٩ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دوه يم مقام خپل کړ.

همداراز د تنکیو ځوانانو په برخه کې د جوزجان تکواندو الف لوبډلې د ٢١امتيازونو په ګټلو سره لومړى او د اقچې تکواندو لوبډلې د ١٨ امتیازونو په ګټلو سره دوه يم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS