په تخار ولایت کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې
د تخار ولایت د والیبال د منتخبو سیالیو لسم پړاو چې د والیبال فدراسیون لخوا او د ورزشي امریت په همکارۍ د الف او ب په دوو ګروپونو کې د لسو ټیمونو په شتون سره د درې ورځو لپاره د ورزش په جمنازیوم کې پیل شوې وې پای ته ورسیدې.
په پای کې تېره شپه لس بجې د مرکز لوبډلې وکولی شول چي د دې پړاو اتلولي خپل نوم کړي او د بهارک او خواجه غار ولسوالیو لوبډلې په ترتیب سره دویم او دریم مقام خپل کړ.
د دې سیالیو غوره لوبډلو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د تخار د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه پيل شوې وې.
