په بلخ کې د موی تای سیالۍ ترسره شوی
په بلخ کې د موی تای سیالۍ ترسره شوی
تمیم هیبت
د موی تای سیالۍ د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونوتر منځ د ۴۰ تنو ورزشکارانو په ګډون د یوې ورځې لپاره په بلخ ولایت کې ترسره شوې.
دغه سيالۍ د تنکيو ، ځوانانو، او لويانو د عمر په کټګورۍ او د بېلابېلو وزنونو په برخه کې تر سره شوې.
چې په پايله کې بلخ لومړى، جوزجان دويم او فارياب درېيم مقام خپل کړ.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو له ترسره کېدو څخه يې موخه په شمالی ولايتونو کې د موی تای د ورزشکارانو د پیاوړتیا لوړول دي.
