په بغلان ولایت کې ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پېل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۷:۳
په بغلان ولایت کې ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پېل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت لخوا او د وزلوبې فدراسيون. استازولۍ په همکارۍ او لارښوونې د ياد ولايت په مرکزي بغلاب "گرد آب" سيمه کې د کندز، تخار، سمنگان، او بغلان ولايتونو په گډون د ۸۰ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ پېل شوې.

د سيالۍ په پای کې دوه اخر اولاق د مېدان حکم لخوا اعلان شول، چې داد الله پهلوان خوستي، د حاجي باقي عیسی خېل په آس له بغلان نه او برات بهلوان،‌ د رييس بدلبای رجب زاده په آس له کندز نه خوسکي تر حلالې دایرې پورې ورسول او په دې توگه د ډاليو ګټونکي اعلان شول.

په دغه سيالۍ کې د‌ ولاياتو سپورټي مسؤلينو، قومي مشرانو او گڼ شمېر د وزلوبې مينوالو گډون کړې وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS