په بغلان ولایت کې د شطرنج سیالۍ پای ته ورسیدې
د شطرنج سيالۍ چې څه موده مخکې په بغلان ولايت کې د ٣٥ ورزشکارانو په ګډون پيل شوی وی پاى ته ورسېدې.
د بغلان ولايت د ورزشي امر د معلوماتو له مخې، په دې سياليو کې محمد يوسف لومړى، سياوش دويم او مجيب الرحمن درېيم مقام خپل کړ.
په پاى کې دبغلان ولايت د ورزش امر او د دغه ولايت د شطرنج فدراسيون لخوا د لومړي، دويم او دريم مقامونو لوبغاړو ته جايزې او مډالونه وويشل شول .
