په بغلان ولايت کې د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان د فوټسال سيالۍ چې لس ورځې مخکې د افغان ګولډ د فوټسال په لوبغالي کې پيل شوې وې پرون د جوانان معدن لوبډلې په ګټه پاى ته ورسيدې .
دبغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امر قاري امير محمد اميري دڅرګندونو له مخې: دغه سيالۍ د فوټبال کميسيون له خوا د فوټسال د منتخب ټيم د پياوړتيا او په دې ټيم کې د غوره لوبغاړو د پيژندلو په مقصد پیل شوې وې.
پای لوبه کې د جوانان معدن او د کهکشان د فوټسال ټیمونو لوبه وکړه چې د دغو دوو ټیمونو ترمنځ لوبه د جوانان معدن ټیم په بریا پای ته ورسېده او د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.
په پای کې د سياليو د کمېسيون او د دغه ولايت د ورزشي مسوولينو له خوا غوره لوبډلو او لوبغاړو ته ستاينليکونو، مډالونو او وويشل شول.
