په بدخشان ولایت کې وزلوبې خزاني سيالۍ پاى ته ورسېدې
د بدخشان ولایت ورزشي امريت د وزلوبې فدراسیون سره په همکارۍ د وزلوبې سيالۍ چې درې ورځې وړاندې د "ارګو، بهارک، راغ، کشم او يفتل" ولسوالیو د چاپندازانو په ګډون په ارګو ولسوالۍ کې ترسره شوې پاى ته ورسېدې.
د بدخشان وزلوبې فدراسیون رئیس الحاج محمد طاهر اعظمي د دې سياليو موخه د پهلوانانو او ځوانانو په منځ کې د وزلوبې سياليو وده بللې ده.
د ښاغلي اعظمي په خبره؛ وزلوبه په شمال کې د ملي لوبو له ډلې ده چې د دې سياليو د نندارې لپاره زرګونه خلک له ليري ځايونو څخه راځي.
د دې سياليو په پاى کې لومړى تن خالد پهلوان د جيرن حاجي ملا دين محمد په اس باندې د کشم ولسوالۍ په ګټه خط ته ورساوه.
دويم تن پهلوان سعيدي د مرکز په ګټه خط ته ورساوه او همداراز درېيم تن پهلوان نجيب مختار د ارګو ولسوالۍ لپاره د حلال دايرې ته ورساوه چې د مسوولینو له لورې د نغدي جايزو او يوې قاليني په ورکولو سره تشويق شو.
