په بامیان کې د باسکټبال ټورنمنټ پیل شو
جمعه ۱۰ د مرغومی ۱۴۰۰
سمیر هیبت
په دې سیالیو کې له بامیان څخه د باسکټبال اتو ټیمونو (هندوکش ،عقابان ،امید بامیان الف ، ستاره های بامیان ، تیم ریحان آزادی ، اتحاد ، بندامیر او تیم بامیان ب ) او د کابل دوه ټیمونو (کابل ځوانانو او مخکښو) ۴۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه.
د هېواد د باسکټبال فدراسیون د مشر عبیدالله ارغندیوال د معلوماتو له مخې، په یادو سیالیو کې ورزشکاران د ځوانانو او لویانو په کټګورۍ کې برخه اخیستې ده او دا لوبی د یوې ورځې لپاره ترسره کیږي.
دغه سيالۍ په باميان کې د باسکټبال ورزش د ودې په مقصد ترسره شوې وې چې په پاى کې د ځوانانو په کټګورۍ کې د هندوکش ټيم بريالى شو، د باميانو اميد ټيم دويم او د ستاره ها ټيم دریم مقام وګاټه.
د لويانو په کټګورۍ کې د کابل د ځوانانو د باسکټبال ټيم د سياليو اتلولي خپله کړه، د مخکښو ټيم دويم او د بند امير ټيم دريم مقام خپل کړ.
د يادونې وړ ده، چې ګټونکې لوبډلې او نورو ګډون کوونکو لوبډلو ته د باسکټبال فدراسيون د مسوولينو له لوري کپونه، مډالونه او جايزې ووېشل شوې.
