په بادغیس ولایت کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۳:۵۰
په بادغیس ولایت کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې  شنبه، د مرغومي ۳۰مه، ۱۴۰۲

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د جوجیستو فدراسیون د استازولۍ له لوري په شايان ورزشي لوبغالي کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیستو سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ يې دوام وکړ.

یادې سیالۍ د عمر په لحاظ پکې درېوو کټګوریو(تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) او د ۲۰ تر ۷۵ کیوګرامه وزن کې ترسره شوې.

ددغو سیالیو په پرانیسته کې پر ورزشي مسوولینو سربیره ګڼ شمیر ورزشکارانو او مینه والو برخه اخیستې وه.

ددې سیالیو په وروستيو کې پر غوره لوبغاړو ستاینلیکونه، مډالونه او نورې جایزې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۵۸
Background image

رسنیز بلنیک!

رسنیز بلنیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۴۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو موخه. . .

BACK TO NEWS