په بادغيس کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې
د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلوانۍ فدراسيون له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې د بادغيس غوره او نوموتو ورزشکارانو ګډون کړی و او يوه ورځ يې دوام وکړ.
