په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د پریزبي غوره لیګ څلورم پړاو پای ته ورسېد

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۸:۵۸
په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د پریزبي غوره لیګ څلورم پړاو پای ته ورسېد

د ایران هېواد په البرز محمد شهر ښار کې د افغان کډوالو د ۴ لوبډلو ترمنځ د فریزبي غوره لیګ څلورم پړاو سیالۍ پای ته ورسیدې.

دغه سیالۍ د افغانستان د فريزبي ملي فدراسيون، د ایران مېشتو کډوالو د فريزبي کمېټې او د البرز ولايت د مهاجرينو د کلتوري او ورزشي شورا له لوري، د افغانستان د سپورت ریاست او المپيک ملي کميټې د استازولۍ په همغږۍ ترسره شوې.

په پای کې د شاهین شرق لوبډلې د سیالیو اتلولي، البرز لوبډلې دویم، او اتحاد لوبډلې د دې پړاو درېیم مقام خپل کړ، محمد ګلشاهي د ډيرو پاسونو په ورکولو سره د غوره پاسوان،صادق ابراهیمي د غوره بلاکر او حسین د غوره ګول وهونکي په توګه وپېژندل شو.

د یادونې وړ ده چې ویس وحیدي په خورا ښه لوبېدو سره د لیګ د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS