په ايران کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست استازي د افغانستان له سفير سره وليدل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۹:۳۲
په ايران کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست استازي د افغانستان له سفير سره وليدل

په ايران هيواد کې د افغان مهاجرو ورزشکارانو لپاره د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست استازي موسی خدادادي، په یاد هيواد کې د افغانستان سفير مولوي فضل محمد حقاني سره تعرفي ناسته کړې او هلته د افغان مهاجرو ورزشکارانو د ورزشي فعالیتونو د بهبود او دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې اترې کړي.

په دغه ناسته کې د افغانستان د ورزش ادارې استازي په ايران هيواد کې د مهاجرو ورزشکارانو د ورزشي چارو پر د بهبود اړوند خبرې وکړې او ترڅنګ يې خپلې غوښتنې او وړانديزونه د افغانستان له سفير سره مطرح کړل.

د یادې غونډې په پای د ایران لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي مولوي فضل محمد حقاني ژمنه وکړه، چې د امکان تر حده به د ورزش له نماینده او ورزشکارانو سره همکاري او د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS