په اسیایي نړیوالو المپیکي سیالیو کې د افغان ورزشکارانو د ګډون اهمیت
د اسیایي هیوادونو نړیوالې المپیکي سیالۍ، په نړۍ کې له نړیوالو المپیکي سیالیو راوروسته دویم مقام لري، چې هر څلور کاله وروسته په یوه اسیایي هیواد کې ترسره کېږي.
دغه سیالۍ چې سږ کال یې نولسم پړاو دی، د چین هیواد په کوربتوب په هانګژو ښار کې د ترسره کېدو په حال کې دي.
د اسیايي هیوادونو نړیوالې المپیکي سیالۍ د آسیا المپیک شورا له لوري جوړېږي، په دغو سیالیو کې سږ کال له ۴۵ هیوادونو څخه په مختلفو ورزشي څانګو کې ۱۲۵۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په دغو اسیایي سیالیو کې له افغانستان څخه ۱۲۸ ورزشکاران او مسوولینو ګډون کړی، چې دم ګړۍ د چین په هانګژو ښار کې په سیالیو بوخت دي او دا لومړی ځل دی چې په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه په دومره لوړه کچه ورزشکارن ګډون کوي.
د هیواد د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مسوولین وایي چې په دغو سیالیو کې به د افغانستان ۸۲ ورزشکاران په ۱۶ مختلفو ورزشي رشتو کې له خپلو سیالو ورزشکارانو سره سیالۍ ترسره کړي.
افغان ورزشکاران چې د افغانستان د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ترچتر لاندې او د ا.ا.ا د حاکمیت پر مهال په دغو نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي، څو مهم ټکي راڅرګندوي:
لومړی:
د یو شمېر هغو کسانو چې د افغانستان په ابادۍ او رغېدو یې سترګې پټې دي او ټول وخت په افواهاتو او پرپاګند سر وي او دا تبلیغ کوي چې ا.ا.ا د تمدن، فرهنګ، ورزش، تکنالوژۍ او پرمختګ مخالف دی، د چین هیواد په اسیایي سیالیو کې د افغانستان د مختلفو ورزشي فدراسیونو، او په لوړه کچه د افغان ورزشکارانو ګډون د دوی دغه افواهات او تبلیغات غلط ثابت کړل.
دویم:
ا.ا.ا مسولینو نړۍ ته دا په ثابته کړه چې دوی افغان زلمیانو ته د نړۍ په مختلفو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ورزشي برخو کې چې د اسلام او افغاني کلتور او عنعناتو سره په ټکر کې نه وي د ګډون لاره هواره وي او ملاتړ يې کوي.
درېیم :
په نړیوالو سیالیو کې د افغان ورزشکارانو ګډون او په ځانګړې توګه په اسیایي سیالیو کې د افغان ورزشکارانو اوسنی ګډون، نړیوال دې ته متوجه کوي، تر څو د ا.ا.ا سره د تعامل او د رسمیت پیژندلو لاره غوره کړي، ځکه په دغو ورزشي سیالیو کې د یادو ورزشکارانو ګډون هغه تبلیغات منفی ثابت کړل چې د افغانستان ا.ا.ا یې پرې تورناوه، په حقیقت کې دا د افغانستان څخه د اسلامي حاکمیت یو مثبت انځور و، چي نړۍ او نړیوالو ته یې وړاندې کړ.
څلورم:
د چین هیواد هانګژو ښار په اسیايي سیالیو کې د افغان ورزشکارانو ګډون، د هغو افغان ورزشکارانو لپاره یو مهم پیغام دی، چې د مختلفو تبلیغاتو له امله یې خپله وطن پرې اېښی او مهارجر شوي دي، دغه پیغام به دوی دېته وهڅوي چې بېرته خپل هیواد ته راستانه او خپل ورزش ته د امن او ورورګلوۍ په فضا کې دوام ورکړي او همدرانګه خپل هیواد ته له نړیوالو سیالیو څخه په مختلفو برخو کې ویاړونه راوړي.
د اسیایي هیوادونو نړیوالې سیالۍ او نورې لوبې چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ترسره کېږي، افغان ورزشکارانو ته به پورتنۍ ګټې ولري او ورزش به د نړیوالو او افغان حکومت ترمنځ د یوه غوره او ګټور پل په توګه وکارول شي، همدرانګه موږ کولای شو چې د ورزش له لارې خپل کلتور، عنعنات او فرهنګ له نړیوالو سره شریک او پرمټ یې مثبتې اړیکې ورغوو.
کابل افغانستان
26سپتامبر 2023
