په‌ خوست کې د ۱۵ ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوکيوکوشين کراټې سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۹:۲۸
په‌ خوست کې د ۱۵ ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوکيوکوشين کراټې سيالۍ وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سوکيوکوشين کراټې فدراسيون د استازولۍ له‌ لوري د ۱۵ ولايتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوکيوکوشين کراټې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ چې موخه يې د ولايتونو په کچه د‌ غوره فايټرانو موندل وو، په پايله کې خوست ولايت د درېوو سرو زرو مډالونو په ګټلو سره لومړی، فراه ولایت د سرو زرو د دوو مډالونو په ګټلو سره دويم او لوګر ولايت د سرو زرو د يوه مډال په‌ ګټلو سره درېيم مقام خپل کړل.

د يادونې وړ ده، چې د يادو سياليو په‌ پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کپونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۵:۱
Background image

کندز؛ په قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د‌ کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګرو پي سیالۍ د شاهین علي خېل لوبډلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۳:۲۸
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

BACK TO NEWS