پنجشېر؛ د پروان او پنجشېر د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۹:۴۵
پنجشېر؛ د پروان او پنجشېر د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د پنجشېر ولایت په کوربتوب د پروان او پنجشېر ولایت د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې، په یادو سیالیو کې، چې د پنجشېر ولایت په مرکزي سټېډیوم کې وشوې، ۹۰ تنه ورزشکاران د پنجشېر او ۲۰ تنه د پروان ولایت شامل وو.

په دې سیالیو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئيس او ویاند اتل مشواڼي، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست مشاور ګلاب الدین خپلواک، د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کمال الدین، د یاد ولایت ښاروال رحمت الله محمدي، د پنجشېر ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس عظیم الله شهید، د دې ولایت د صحت عامې رئیس مولوي نجات او د پهلواني ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

یادې سیالۍ له ۳۲ څخه تر ۸۵ کیلو ګرامه وزن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د پنجشېر خرسان کلب وتوانېده، چې ۵ د سرو، یو د سپینو او څلور د برنزو منډالونه وګټي او د یادو سیالیو لومړی مقام ترلاسه کړي.

په پای کې د هر وزن ګټونکي لوبغاړي ته د مسولینو په لاسونو مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

د یادو سیالیو موخه د پهلوانۍ د ورزش وده او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS