پنجشېر؛ د فوټبال "اخوت جام" سيالۍ د بريال خوست لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۹:۸
پنجشېر؛ د فوټبال "اخوت جام" سيالۍ د بريال خوست لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې

د پنجشېر ولایت په کوربتوب د فوټبال "اخوت جام" سيالۍ، چې اته ورځې وړاندې د اتو ولايتونو د اتو لوبډلو په ګډون پيل شوې د بريال خوست لوبدلې په بريا پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست پخواني رئیس انجنير نظرمحمد مطمئن، ورزشي مشاور او د رزمي ورزشونو فدراسیون رئیس قاري حيات الله رحماني، د مشورتي بورډ غړو، د پنجشېر د ورزش مسوولینو، د پنجشېر ولایت حکومتي چارواکو، د ولايتونو استازو، ورزشکارانو او د فوټبال په سلګونو مينوالو شتون درلود.

د فوټبال "اخوت جام" سياليو پايلوبې ته د صرافان هرات او بريال خوست لوبډلو لار وموندله، چې د دې دواړو لوبډلو لوبه د " ١-٠" ګولونو په توپیر د بريال خوست لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېده.

د دغو سياليو په پايله کې صرافان هرات لوبډلې دويم، خانزاده کندهار درېيم او اتفاق بلخ څلورم مقام خپل کړ.

په دې سيالۍ کې د بريال خوست لوبغاړو عمران د غوره لوبغاړي او سميع الله د غوره ګول ساتونکي جايزې ترلاسه کړې.

د فوټبال" اخوت جام" سیالیو، چې اته ورځې يې دوام وکړ د متحد افغان کابل، صرافان هرات، جوانان اميد غزنه، خانزاده کندهار، اتحاد پنجشېر، اتحاد پروان، بريال خوست او اتفاق بلخ لوبډلې پکې ولوبېدلې.

په پاى کې د ورزش ادارې رهبري له لوري د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته کپ، مډالونه، ستاینلیکونه او ورزشي ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

سکرتر جنرال فدراسیون ملی جمناستیک برای اشتراک در کنگره فدراسیون بین‌المللی جمناستیک عازم تایلند شد

فردین امید جلالی، سکرتر جنرال فدراسیون ملی جمناستیک کشور به‌هدف اشتراک در هشتادوششمین کنگره فدراسیون بین‌المللی ژیمناستیک، عازم تایلند شد.

این نشست از ۴ تا ۵ اکتبر به میزبانی کشور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې له اتو ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې له پکتیکا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۵۱
Background image

تخار ؛ برگزاری مسابقات محلی کورش با اشتراک ۶۰ تن در شهر تالقان

رقابت های محلی کورش با اشتراک ۶۰ تن از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت جوزجان، در شهر تالقان برگزار شد.

در این رقابت ها ۳۰ تن با شکست دادن. . .

BACK TO NEWS