پروان کې د اتو ولایتونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۳۶
پروان کې د اتو ولایتونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پهلواني فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز چاريکار ښار په ګل غونډۍ ورزشي جمنازيوم کې د اتو ولایتونو ترمنځ د ارغوان ګل جام په نوم د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له پروان، پنجشیر، کاپیسا، ننګرهار، لغمان، لوګر، میدان وردګ او غزني ولایتونو څخه ٤٠٠ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې پروان ولایت د پنځو سرو زرو، درېوو سپينو زرو او ١١ برنزو مډالونو په ترلاسه کولو لومړی، میدان وردګ ولایت د درېوو سرو زرو، درېوو سپينو زرو او یو برنزو مډال په ګټلو سره دويم او لغمان ولایت د یو سرو زرو، یو سپينو زرو او څلورو برنزو مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.

د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري، د ياد ولايت ورزشي آمر عبدالظاهر خالقیار، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ستر ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، د ياد رياست د لوبو د تدویر آمر عزیز الرحمن ملنګ، د کاپیسا ورزشي آمريت عنایت الله هلال او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

دا سیالۍ د ورزشکارانو د یووالي او د دوی لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۲
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قلعه زال منتخبې لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۰
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه، دچنګاښ ١٠مه، ۱۴۰۴

 

BACK TO NEWS