پروان ؛ مرکز چاریکار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد امریت په ورزشي جمنازیوم کې د رمضان جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خورشید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو پایلوبه کې د خورشید لوبډلې خپلې سیالې د وحدت خواجه لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ فوټسال ورزش ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د پروان ولایت د ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته ډول ډول جایزې ورکړل شوې.
