پروان؛ مرکز کې د دوو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۱:۴۴
پروان؛ مرکز کې د دوو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز کې د البیروني پوهنتون او د پروان پوهنتونونو محصلینو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله د البیروني پوهتنون محصلینو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۲ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو او محصلینو ترمنځ ورزش ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې د پروان ولایت ورزش امریت له لوري ګډون کوونکي محصلین د هڅوونې په موخه وستایل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS