پروان؛ مرکز چاریکار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۱:۴۲
پروان؛ مرکز چاریکار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز چاریکار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د امید او شهامت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د امید لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره اتلولي خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول او د نېکمرغه لوی اختر نمانځل و.

د سیالیو په پای کې د پروان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS