پروان؛ مرکز چاريکار ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ پای ته ورسېدې
د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز چاريکار ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۴۰ تنه د پروان ولايت د پهلواني منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د پروان ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
